۶۴ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي دي.

په دې عملیاتو کې ۶۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او په کابل ولایت کې طالبانو ته د چاودیدونکو توکو د برابرولو ۲ تنه اکمالوونکو په ګډون  ۶ تنه نیول شوي دي.

ارزګان- مرکز اړوند سیمه کې د هوایي بریدونو او چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۵ پټنځایونه، د وسلو او مهماتو یو دیپو او ۷ موټر سایکلونه له منځه وړل  شوي او ۱۱ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

کندهار- شاه ولیوکوټ او غورک ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل  شوی دی.

بلخ- شولګرې ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او  یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هرات- شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي.

میدان وردک- سید آباد ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- د برمل ولسوالۍ کې د ځوابي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن نیول شوی دی.

کابل- د نهمې حوزې اړوند سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر او طالبانو ته د چاودیدونکو توکو  اکمال کوونکي چې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي د میاشتې د ۲۴ نیتې د موتر بم برید چې د ملي پولیسو ځواکونو باندې د نهمي حوزې په سیمه کې هم ښکیل ول، نیول شوي دي.

غزنی-  قره باغ ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر ټپيان شوي دي.