۸ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي دي
د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- واشیر او نادعلي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۵ تنه نیول شوي دي.
کندز- مرکز په کټه ګر سیمه کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.