۶۴ تنه ترهګرو وژل شول
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۴ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۶ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۴۹ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۶۴ ترهګر وژل شوي، ۱۶ تنه ټپیان او ۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.
دا عملیات د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره شوي:
بلخ- په دولت آباد او شولګره ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
غزنی- په قره باغ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپيان شوي دي.
میدان وردک- په سیدآباد ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې اړوند ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ژوندي نیول شوي، د دښمن یو موټر او ۵ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
تخار- په اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
د بغلان- کندز لویه لار- د بغلان او کندز په لویه لار د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
لوگر- د مرکز په چاوڼۍ سیمه کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.