۲۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۸ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۵ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۹۸ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۲۲ ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
دا عملیات د هېواد په ۸ ولایتونو کې تر سره شوي.
بادغیس- په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
غزني- په قره باغ او ګیلان ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۵ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
هلمند- په سنګین ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو سراچه ډوله موټر او یو شمېر بېلابېل ډول ماینونه له منځه وړل شوي دي.
فراه- په بالابلوک ولسوالۍ کې د توپچي ډزو له امله ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
پکتیا- په زرمت ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یوه واسطه د افغان ځواکونو لاسته راغلې ده.