۱۸ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۵ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۲ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۱۶ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۸ ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
دا عملیات د هیواد په ۶ ولایتونو کې په لار اچول شوي دي:ارزګان- ترینکوټ اړوند د هوايې بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزني- قرباغ او ناوې ولسوالیو کې د هوايي او ځوابي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي او ۳ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
میدان وردګ- چک ولسوالۍ کې یو تن ترهګر د ځوابي برید په ترڅ کې وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
پکتیکا- ګومل ولسوالۍ کې یو تن ترهګر د هوايې برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې یو تن ترهګر د ځوابي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.