۲۷ تنه ترهګر و وژل شول

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۵ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۵۷ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۲۷ ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

دا عملیات د هېواد په ۶ ولایتونو کې تر سره شوي دي:

فاریاب- په ګریزوان ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۲ پټنځایونه له وېجاړ شوي دي.

غزنی- په مقر، اندړو او قرباغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، یوه کړۍ ماین کشف او شنډ کړی شوی او یو مو ټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

ارزگان- په ترینکوټ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- په کجکي ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.