۳۷ تنه ترهګر ووژل شول!
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او را منځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۹ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۶ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۱۷ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۳۷ ترهګر وژل شوي او ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د لوګر، بلخ، غزنی، میدان وردک، غور، بادغیس، فاریاب او تخار په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې: لوګر- برکي برک ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخ- دولت آباد او شولګرې ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
غزني- ده یک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵تنه ترهګر وژل شوي دي.