۱۰۸ تنه ترهګر وژل شوي!

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۶ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۳ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۳۴ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۰۸ ترهګر وژل شوي، ۳۳ تنه ټپیان او د یو شکمن په ګډون ۴ تنه ژوندی نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د زابل، کندز، غزني، هلمند، فراه، ارزګان، بلخ، بادغیس، ننګرهار، پکتیکا، کاپیسا، کنړ، کندهار، فاریاب، او سرپل په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

زابل- په شاه جوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابیه ډزو په ترڅ کې ۲۸ ترهګر وژل شوي، ۱۹ تنه ټپیان، ۱۰ موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. 

کندز -  په قلعه ذال، امام صاحب او چهاردرې ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي،۸ تنه ټپیان، یو تن ژوندی نیول شوی، د دښمن ۳ سنګرونه، ۲ پټنځایونه او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غزنی- په خوګياڼیو ولسوالۍ او مرکز کې د هوايي بریدونو او توپچي ډزو په ترڅ کې ۱۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او ۶ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.

هلمند- په واشیر او ګرشک ولسواليو کې د ځوابیه ډزو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه طالب ترهګر و ژل شوي، ۳ تنه ټپیان، د دښمن ۲ سنګرونه، ۱۵۰۰ کیلو ګرامه د تریاکو تخم، ۲۵۰ کیلوګرامه امونیم نایترېت، ماین ته د فشار ورکولو ۴ سېټه پلېټونه او موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

فراه- د مرکز اړوند سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- په دهراود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.

بلخ- په چمتال ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۳ تنه تپیان شوي دي.

بادغیس- په قادس ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ننگرهار- په مهمنددره ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي، شو شکمن کس نیول شوی او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

پکتیکا- په خوشامند ولسوالۍ کې د ځوابیه دزو په ترڅ کې یو ترهګر وژل شوی، ۲ تنه ټپیان، یو موټرسایکل له منځه وړل شوی او ۲ موټرسایکلونه لاس ته راغلي دي.

کاپیسا- په نجراب ولسوالۍ کې د ځوابیه ډزو په ترڅ کې ۲ ترهګر ژوندي نیول شوي دي.

کنر- په شیګل ولسوالۍ کې د ځوابیه ډزو په ترڅ کې ۲ طالب ترهګر ټپیان شوي دي.