۷۳ تنه ترهګر ووژل شول!

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او را منځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۸ ځانګړې کوماندويي دندې او ۷ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۱۸ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۷۳ ترهګر وژل شوي، ۲۳ تنه ټپیان او   یو تن نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د  زابل، غزني، خوست، کندهار، میدان وردګ، بادغیس،  لغمان، فاریاب ارزګان  سرپل  او کندز په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:

زابل-  ترنګ او جلدک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي دي. 

غزنی -   مرکز اړوند سیمو کې د توپچي په ډزو او د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ ترهګر وژل شوي او ۶ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.

خوست - په مندوزیو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۲ ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان، یو تن نیول شوی او ۴ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي. 

کندهار-  میوند ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

میدان وردک -  چک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او یوه قبضه راکټ لاسته راغلی دی.

بادغیس-  جوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لغمان-  علیشنګ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او یو میل سلاح لاسته راغلې ده.

فاریاب-  قیصار ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

ارزگان-  دهراود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.