۴۱ تنه ترهګر ووژل شول!
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د بادغیس، بلخ، بدخشان، زابل، ارزګان، غزني، لوګر، سرپل، ننګرهار، کندهار، هلمند او فاریاب په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
بادغیس- د آبکمري ولسوالۍ په نهرآب، چاه سنګي، جریم او بره خانه په کلیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۵ ترهګر وژل شوي دي.
بلخ - په بلخ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
بدخشان - په تګاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
زابل- په شاه جوی ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزگان- د خاص ارزګان ولسوالۍ په شش پر کلي کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزنی - په اندړو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
لوگر- په برکي برک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.