45 تنه ترهګر ووژل شول!
کابل- افغانستان: د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو په موخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ګډ پلان شوي تعروضي او چانيز عملیات، ۱۰۴ ځانګړې کوماندیي دندې او۳۲هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۷۲ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۴۵تنه ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه نور تپیان شوي دي.
دا عملیات د فاریاب، غزني، فاریاب، کندز، بلخ، میدان وردک، هلمند، ننګرهار، فراه پکتیکا، لوګر، پکتیا، سرپل، هرات او بغلان په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي ملاتړ تر سره شوي، چې په پایله کې:
غزني – قره باغ، اندړو او مرکز کې د هوايي بریدونو له امله ۱۰ ترهګر طالب وژل شوي، ۹ ټپیان او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.
فاریاب- بلچراغ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۹ ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان دي او ۱۲ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
کندز- په امام صاحب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۸ ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټن ځای له منځه وړل شوی دی.
بلخ- په بلخ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۶ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان دي.
میدان وردک - په نرخ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- په نهرسراج ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۳ ترهګر وژل شوي دي.
ننگرهار - په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۲ تنه داعشیان وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
فراه- د مرکز اړوند سیمو کې د توپچې ډزو له امله ۲ ترهګر وژل شوي دي.
پکتیکا- په متاخان ولسوالۍ کې د توپچي ډزو کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټر له منځه وړل شوی دي.