۴۸ تنه ترهګر ووژل شول!

zia_omid

کابل-افغانستان: د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو په موخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ګډ پلان شوي تعروضي او چانيز عملیات، ۹۳ ځانګړې کوماندیي دندې او ۳۳ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، افغان هوايي ځواکون د ملي اردو په ملاتړ ۱۶۹ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۴۸ تنه ترهګر طالب وژل شوي، ۳۶ تنه تپیان او ۶ تنه نیول شوي دي.

دا عملیات د فاریاب، بادغیس، هرات، بغلان، هلمند، بلخ، زابل، بدخشان، غزني، ننګرهار او تخار په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي ملاتړ تر سره شوي، چې په پایله کې:

فاریاب: دقرمقول ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

بادغیس: د بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

هرات: د شیندند ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بغلان: د تاله او برفک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

هلمند: د نادعلي ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بلخ: د دولت آباد ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.

زابل: د ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

بدخشان: په شهر بزرګ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور نیول شوي دي.

غزني: د اندرو په ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

ننګرهار: د خوګياڼیو او پچیراګام ولسوالیو کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲تنه ترهګر وژل شوي او د دښةن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.