۴۸ تنه طالب ترهګر ووژل شول
په بلخ کې تېره شپه په يوه هوايي بريد کې د طالبانو د ۱۴ تنو وتلو قومندانانو په ګدون ددغې ډلې ۴۸ تنه غړي وژل شوي دي.
د طالبانو د وژل شویو وتلو څېرو نومونه :
1- عبدالغني مشهور په ترابي د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال.
2-مولوی حنان د شولګرې ولسوالۍ لپاره تش په نامه ولسوال، چې څو ورځې مخکې ټپي شوی وو د تېرې شپې په برید کې وژل شوی.
3-ګل نبي مشهور په مبارز د چمتال ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال.
4- ملانسیم د شولګرې د ولسوال مرستیال.
5- رسول جان د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول.
6- مولوي جاوید د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول.
7- مولوي نجیب الله د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مهم سرګروپ.
8- مولوی نذیر د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مهم قومندان.
9عبدالحى مشهور په منصور د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو د یوې ډلې سرګروپ.
10 عزت الله سباوون د چهاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو مهم سرګروپ.
۱۱ قاري سردار مخلص د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان .
۱۲ دادالله د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان .
۱۳ اسدالله شهید د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان .
۱۴ نوآغا خالد د چهاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي کمیسیون مسول.
پدې هوايي برید کې دښمن ته د درنو تلفاتو برسیره، ۱۵ تنه طالب ترهګر ټپيان شوي هم دي.