د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۶ ترهګرو وژل کېدل

zia_omid

کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه  ۱۰ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۲ ځانګړې کوماندویې دندې او ۱۰هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۴آلوتنې کړې، چې په پایله کې ۲۶ ترهګر وژل شوي ،۱۹ تنه ټپیان  او ۲ تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د تخار،ارزګان، فراه، کندهار، لغمان، میدان وردګ، کندز، بدخشان هلمند، سرپل او کونړ  په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، ۲ موټر سایکلونه، ۲ توغندي او ۲ میله کلاشینکوفونه لاسته راغلي، ۲ میله دهشکې او د مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې، د ارزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپيان، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۵ موټر، ۳ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي .

همدا راز د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د لغمان ولایت په اړوند سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان، د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او د کندز ولایت د ګورتیپې په سیمه کې ۲ تنه ترهګر نیول شوی او  د دښمن یو شمیر تبلغاتي پانې لاسته راغلي دي    .

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.