د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۴۲ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امینتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترهګر د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۱۰ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۲ هوایې بریدونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۸۹ آلوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۴۲ ترهګر وژل شوي او ۲ نور ژوندي نیول شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د هلمند، زابل، غزني، لوګر، بدخشان، پکتیا، کندهار، غور، کاپیسا او کنړ په ولایتونو کې تر سره شوي، چې پایله کې د هلمند ولایت په موسی کلا، سنګین او مارجې ولسوالیو کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او د دښمن دوه پټځایونه له منځه وړل شوي دي، د زابل ولایت په شینکۍ او میزان ولسوالیو کې ۱۵ ترهګر وژل شوي، ۲ تنه نیول شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی، ۸ د موبایل سېټونه، ۵ دانې سیمکارتونه او یو شمیر تبلیغاتي پاڼې لاس ته راغلې او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په چوڼۍ، رستم او نور کلیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، دوه موټر او یو موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
همدا راز د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې ۳ ترهګر وژل شوي او د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات په بېلابېلو ولایتونو کې په بریالیتوب سره روان دي، چې د لاسته راوړنو په اړه به یې وروسته معلومات خپاره کیږی.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.