د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۴۱ ترهګرو وژل کېدل

zia_omid

کابل-افغانستان: افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۶۰ ځانګړې کوماندویې دندې او ۱۲ هوایې بریدونه د ترهګرو د ځالو او د دوی لخوا د رامنځ ته شویو تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۶۰ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۴۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي.

داعملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د ارزګان،کندهار، پکتیا، میدان وردګ، غزني، فاریاب، کاپیسا، تخار، کندز  او نیمروز په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د ارزګان ولایت د چهار چینو او مرکز اړوند سیمه کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپيان  ۲ پټنڅایونه، ۲۰ کړۍ ماینونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د هلمند ولایت د موسی کلا او نهر سراج ولسوالیو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، د پکتیا ولایت د زرمت او وازه خواه ولسوالیو  کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، یو موټر له منځه وړل شوی او یو موټر سایکل لاسته راغلی، د فاریاب ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان، یوه موضع له منځه وړل شوې او ۴ کړي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

همدا راز د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۳ تنه ترهګر نیول شوي، یو توغندی، یو دوربین، د توغندي ۲ ګولۍ، یو لاسي بم، یو شمیر مهمات  او تبلغاتي پانې لاسته راغلي، د کندز ولایت  مرکز اړوند ګورتیپې په سیمه کې یو موټر ، ۲ موټر سایکلونه ، ۲ پټنځایونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او یو شمیر تبلیغاتي پانې لاسته راغلي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.