د ستردرستیز توپچي ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو
د ا.ا.ا رهبرۍ د لزوم دید او د چارو د لاښه سمون په موخه د بلخ ولایت د استخباراتو مخکنی رئیس ملا رحمت الله "ناظم" د ستردرستیز د توپچي ریاست لپاره ټاکل شوی وو؛ نن د پیژنتون ریاست رئیس مولوي محمد رحیم "رحیمي" له لوري رسماً د ياد رياست منسوبينو ته ور وپیژندل شو.
د پیژنتون ریاست رئیس مولوي محمد رحیم " رحیمي" ټاکل شوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ د الله تعالی څخه په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه: «تغیر او تبدیل یو اصل دی چې په یوه اداره کې د چارو د لاښه سمون په موخه تر سره کیږي»؛ ورته مهال نوي ټاکل شوي رئیس رهبرۍ ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه.