د پنجشير، تخار او بغلان ولایتونو ۳۵۰ تنه ځوانان له پوځي زده کړو څخه فارغ شول
د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې د تخار، بغلان او پنجشیر ولایتونو څخه ملي اسلامي اردو ته فوق العاده جذب شوي ۳۵۰ تنه ځوانان له درې میاشتنیو فکري، مسلکي او پوځي زده کړو وروسته د نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال الحاج مولوي باز محمد "حمیدي" د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي" د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" او د ملي دفاع وزارت یو شمېر رئیسانو، مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.
تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال الحاج مولوي باز محمد "حمیدي" فارغانو ته لازمې توصیې وکړې او زیاته یې کړه: کله چې تاسو د الله ج په دین غیرت وکړئ نو الله ج به ستاسو نصرت وکړي، موږ او تاسو باید د اعلاء کلمة الله لپاره هر ډول تکلیف وزغمو او پخپلو کړنو کې صادق و اوسو او هېڅکله د شیطان پیروي ونکړو.
همدا راز مسؤلینو زیاته کړه: موږ او تاسو ته قومیت، ملت او سمت مطرح نه دی بلکې موږ یو واحد امت یو او د یو امیر اطاعت کوو، د اسلامي نظام د دوام لپاره باید موږ او تاسو یو موټی شو او له هر ډول کرکې څخه لاس واخلو خپل اصلي هدف ته متوجې شو او په واحده رهبرۍ کې به د دغه اسلامي نظام څخه دفاع کوو.
په پای کې یادو فارغانو د تحلیف مراسم ترسره کړل او مراسم د تصدیق پاڼو په ورکولو او دُعایه کلام سره پای ته ورسېدل.