مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸لمریز کال وري میاشتي ۱۲مه نیټه

s.mohmand

د نیمروز په ولایت کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله

کابل ، افغانستان تیره شپه وسله والو طالبانو د نیمروز ولایت اړوند خاشرورد ولسوالۍ دهمزنګ سیمه کې د ملي اردو په پوستو برید وکړ چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابي هوایې او ځمکنیو بریدونو کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښتله.
په دي نښته کې چې درې ساعته یې دوام درلود د وسلوالو طالبانو دوه محلي قومندانانو هر یو عبدالشکور بریالي او
فاروقي په ګډون ۲۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددوي یو شمیر وسلې او تجهیزات لکه یو میل 82 میلي متري توپ، دوه میله کلاشینکوف، دوه میله M16 ټوپک دوه پایې ایکم مخابرې، یو میل بم افګن او ۸ عرادې موټر او موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
دیادونې وړ ده چې په دي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو لس جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي
.