د ٢۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ٢۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه۵۲۰ تنه ځوان منسوبين د معسکر د درې میاشتنیو عقيدتي، فکري، ديني، نظامي او مسلکي زده کړو له اتمې دورې څخه نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين"منصور" د کندوز ولايت د علماوو شورا مرستيال شيخ ممتاز الله "البشراني" د کندوز او تخار ولايتونو واليانو، ګڼ شمېر ملکي او نظامي مسؤلینو او منسؤبینو ګډون درلود.
د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان په خپله وینا کې د منسوبینو د کوښښونو ستاینه وکړه او زياته يې کړه چې:« دفاعي ځواکونه د هیواد د سرحداتو او امنيت د ټينګښت لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، تر څو مو چې دفاعي ځواکونه په پوره ډول د نظامي او مسلکي زده کړو څخه برخمن وي هيواد او ځمکنۍ بشپړتيا به مو په امن او ثبات کې وي».
همداراز مولوي امان الدين "منصور" خپلو خبرو کې زياته کړه، چې دا اردو د اسلام او د خپلې خاورې څخه د دفاع او ساتنې اردو ده چې د سر او ځان په قيمت به د دې جغرافيه څخه ساتنه کوي.