د ۲۱۵ عزم قول اردو له ښوونيز او روزنيز مرکز څخه ۹۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د ښوراب تعليمي مرکز څخه ۹۰۰ تنه ځوان منسوبین د دونيمو مياشتو نظامي او عقيدوي زده کړو څخه وروسته نن د يو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.

په يادو مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان الحاج ملا شراف الدين" تقي"، د ملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو رياست مرستيال الحاج ملا فقير محمد "درویش"، د هلمند ولايت د استخباراتو رئیس مولوي کمال، د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه "عبيده" او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی وو.

د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه "عبيده" په خپلو خبرو کې وویل چې يادو منسوبینو په نظامي زده کړو کې پوره پوهه او مهارت ترلاسه کړی او د هيواد د خپلواکۍ او اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري.

په وروستیو کې فارغ شوو منسوبینو ته د مسؤلينو له لوري د بری ليکونو په ورکولو سره مراسم پای ته ورسېدل.