د ۲۰۳ منصوري قول اردو لومړی پلې لواء له ښوونیز مرکز څخه ٦٠٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ٢٠٣ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ پلې لواء چې په خوست ولايت کې موقعيت لري له  ښوونیز  مرکز څخه ٦٠٠ تنه ځوان منسوبین د دريو مياشتو نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په لړ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د قول اردو درستيزوال مولوي عبدالعلي"جهادیار" د ملي دفاع وزارت استازو، د لومړۍ پلې لوا قوماندان قاري عبدالباقي"حسن"، د ښوونیز مرکز قوماندان، په خوست ولایت کې د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو ګډون درلود.

په دغه مراسمو کې ویناوالو په ټوله کې د یو اسلامي او شرعي نظام د نفاذ او پایښت لپاره د مسلکي او عقیدوي ملي اسلامي اردو د جوړښت لپاره د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په ارزښت او اړتیا په تفصیل سره خبرې وکړې او د ۶۰۰ تنه ځوانو منسوبینو فراغت یې د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د منصوري قول اردو لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله او د نظامي، مسلکي او عقیدوي زده کړو په دوام یې ټینګار وکړو.

په پای کې نویو فارغ شویو منسوبینو د بېلابېلو نظامي او مسلکي زده کړو عملي نمایشونه هم اجرا کړل او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.