د ٢٢١ شهید آفتاب (رح) فرقې له ښوونیز مرکز څخه ٣٥٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ٢٢١ شهید آفتاب (رح) فرقې له ښونیز مرکز څخه ٣٥٠ تنه ځوان منسوبین د څلورمې دورې له درې میاشتنیو پوځي، فکري او عقیدوي زده کړو څخه ورورسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په همدې موخه جوړ شوو مراسمو کې د ٢٢١ شهید آفتاب(رح) فرقې مرستیال مولوي عبد الله"سعد"، د یادې فرقې درستیزوال مولوي ثناء الله "سنګین"، ګن شمېر مسؤلینو، علماوو کرامو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مولوی عبدالله "سعد" ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل:« په اسلامي نظام کې اعداد او د هیواد د سرحداتو ساتل د جهاد حیثیت لري، چي باید په کلک عزم او مورال یې ترسره او ساتنه وکړو».
مسؤلینو د خبرو په دوام زیاته کړه چې تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتئ، د ملت سره ښه سلوک وکړﺉ او اعتماد یې تر لاسه کړﺉ.
د یادونې وړ ده چې تازه فارغ شوو منسوبینو ته د مجربو استادانو له لوري شرعي درسونه، پوځي تکتیکونه او نورو برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.