د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍڅخه د ۷۰۰ تنو منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
۷۰۰ تنه ځوان منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د عبدالله بن مسعود د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عسکرانو ښوونځۍ د لسمې دورې له درې میاشتنیو پوځي فکرې او عقیدتي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت"،د هیواد علمي شخصیت شيخ القرآن و الحدیث مفتی نجیب الله "منیب"، د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد"حمیدي"،د ښوونې روزنې او دوکتورینو ریاست رئیس شیخ داد محمد 'محمدي"د عقیدتي،کلتوري او امر بالمعروف رئیس مولوي سید آغا "ابو مقبول عاکف" د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني"ګڼ شمېر مسؤلینو، علماوو او مشرانو ګډون وکړ.
لوی درستیز قاري محمد فیصح الدین " فطرت"یادو مراسمو کې د وینا پر مهال د اسلامي ملي اردو په پوځی زده کړو ټینګار وکړ او زیاته یی کړه:" هڅه کوو چې مجاهدین د پوځي او فکري زده کړو سربېره په پرمختللو وسلو او مجهزو پوځي تجهیزاتو سمبال کړو،خو د اسلامي اردو جوړول او تعلیمات له ګاونډيو او نورو هیوادونو سره د جنګ لپاره ندي بلکه د خپل هیواد د سرحداتو او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره ده؛ مونږ له ګاونډيو هیوادونو او نړیوالو سره د زور او جنګ اراده نلرو او د خبرو او مصالحي له لارې له ټولو سره تعامل غواړو،خو که څوک د زور او زیاتي هڅه وکړي داسې ځواب به ورکړو لکه درې نورو ابر قدرتونو ته مو چې مخکې ورکړی دی".
مسؤلینو همدا راز زیاته کړه :"زموږ او ستاسو نیت به د اعلاء کلیمة الله لپاره وي،د هیواد په دفاع او ساتنه کې ځان دریغ نکړئ ،تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتۍ،د بیت المال په ساتنه کې کوشش وکړئ،د ملت سره ښه سلوک وکړئ او اعتماد یې ترلاسه کړئ".
د یادولو وړ ده چې فارغ شويو ۷۰۰ تنو مجاهدینو ته د مجربو او متدینو استادانو له لوري شرعي زده کړې،نبوي سیرت، بدني روزنه،غرختنه ،پوځي تکتیکونه،چیک پاینټ ،سپکو او درنو وسلو کارول،حقوق،سواد زده کړه،جمع نظام او صحیه برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.