د ۲۰۵ البدر قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ٨٥٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ۲۰۵ البدر قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسؤبين د دوو نیمو میاشتنيو مسلکي، نظامي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان ملا احمد شاه "دیندوست"، د قول اردو رئیس ارکان شیخ نقیب الله "عزیزي" او ګڼ شمیر مسؤلینو علماء کرامو، قومي مخورو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو د مسلکي، نظامي او عقیدوي زده کړو پر اهمیت او په اسلامي نظام کې پر نظم او ډسپلین هر اړخيزي ویناوې وکړې؛ شیخ نقیب الله ”عزیزي“ ټولو فارغ شویو منسوبینو ته وویل: «د الله ﷻ د حکم مطابق باید موږ او تاسو ټول  عقیدوي او فزیکي اعداد وکړو او تاسو چي کومي زده کړې تر لاسه کړې په هغو کې غفلت مه کوئ بلکه نورو منسوبینو ته یې ورسوئ».

په پای کې د منسوبینو له لوري د نمایشاتو له وړاندې کولو څخه وروسته د مسؤلینو له لوري فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره مراسم پای ته ورسېدل.