د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه ٩٥٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ساحوي پوځي ښوونیز مرکز څخه ٩٥٠ تنه ځوان منسوبین د دوه نيمو میاشتو پوځي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مرستیال شیخ نورمحمد "حقانی"، د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله "محمد اکا"، د بلخ ولایت د علماوو شورا رئيس شیخ عبدالجلیل "شهیدخیل" او د شمال زون ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مرستیال ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې، په روژې مبارکه میاشت کې د دې منسوبینو د هڅو او زحمتونو ستاینه وکړه، او د افغانستان اسلامي پوځ يې د غليم پر وړاندې ډال او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتونکي ونومول.
د یادونې وړ ده چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو ساحوي پوځي ښوونیز مرکز څخه د تېرو دورو په دوام دا اوومه دوره ده چې د ښونيز مرکز څخه په پوځي، تکتیکي او عقیدوي برخو کې په بریالي توګه د هیواد د دفاع په پاره ځوان منسوبین فارغوي.