د ملي اسلامي اردو ځانګړو ځواکونو ۵۱۳ تنه منسوبین د ځانګړو ځواکونو فرقې له پنځمې تعلیمي دورې څخه فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې د ښوونیز مرکز له(پنځمي) څلور میاشتني دورې څخه ۵۱۳ تنه منسوبین د عقیدوي او ځانګړو کمانډويې سختو پرمختللو پوځی زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

‏په یادو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصیح الدین"فطرت"، د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندان الحاج نصرت"حاجی لالا"، د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد "حقاني"، د ملي دفاع وزارت د عقیدتي، فرهنګي او کلتوري ریاست رئیس مولوی سیداغا "ابومقبول عاکف"، نظامي او ملکي چارو مسؤلين، علماء کرامو او مجاهدینو ګډون درلود.

لوی درستیز قاری محمد فصیح الدین"فطرت" د خپلو خبرو په ترڅ کې نویو فارغ شویو مجاهدینو ته مبارکي وړاندې کړه او وویل:« تاسو هغه غښتلي مجاهدین یاست چې پرون مو د جهاد په سختو سنګرونو کې د کفارو د اشغال په مقابل کې د سر او مال په بیه مبارزه کوله؛ او اوس مو په ډیره میړانه اونه سټرې کیدونکو هلو ځلو د اسلامي نظام د بقا او خپل هیواد د ساتنې لپاره  د ځانګړو ځواکونو کومانډويې سختې زده کړې ترسره کړې، چې ستاسو دغه سترې بریاوې، مسلکي وړتیاوې او رزمي نمایشونه د دښمنانو په زړونو کې ویره اچولې او دا امید یې د تل لپاره  له لاسه ورکړی چې د دې اسلامي نظام په شتون کې به د هیواد په پاکه خاوره کې خپلو کرغیړنو موخوته ورسیږي».

همداراز لوی درستيز زياته کړه:« اتلو مجاهدینو لکه څنګه مو چې د کفر اشغال مات او ختم کړو او خپل هیواد مو آزاد کړو اوس هم په تاسو ټولو فرض ده چې د اسلامي نظام د بقا لپاره او خپل هیواد د ساتنې په موخه شپه او ورځ د دښمنانو په مقابل کې مبارزه وکړئ».

په دغه مراسمو کې ځانګړي کمانډو ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال حضور درلود او ژمنه يې وکړه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته د سر په بیه چمتو دي.

مراسم نویو فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.