د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۹۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۹۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه تیره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني"، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادر"عبیده" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.
مولوي نصیب الله"مدني" یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:«په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه هم ترلاسه کړئ همداراز په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې منسوبين د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په پار وهڅوئ او له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړئ، ځکه تاسو د اسلامي نظام استازي یاست».
ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.