د حقوقي مسلکي زده کړو څخه د ملي اسلامي اردو ٣٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د حقوقو ریاست ٣٠ تنه ځوان منسوبین د حقوقي مسلکي زده کړو له څلور میاشتني زده کړو څخه تیره ورځ د يو لړ مراسمو به ترڅ کې فارغ شول؛ په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د حقوقو ریاست رئیس مولوي مسیح الله"مؤذن"، د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسدالله" اعزاز" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مولوي اسدالله"اعزاز" په خپلو خبرو کې وویل:« دا کوم اسلامي نظام چې موږ او تاسو ته په لاس راغلی دا همداسې مفت نه دی راغلی په دې باندې مو زرګونه قربانۍ ورکړې دي، نو موږ او تاسو باید د راکړي نظام شکرانه ادا کړو؛ او شکرانه یی دا ده چې خپلو کارونو ته متوجه شو، وظیفوي غفلت ونه کړو او همدارنګه د اسلامي نظام کلکه ساتنه وکړو».
ورته مهال فارغ شوو منسوبینو اسلامي نظام ته د خدمت کولو په پار بشپړ چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پاته ورسېدل.