د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۰۲ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قول اردوګانو او قطعاتو ۲۰۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو ځواکونو ښوونځي د DC توپ حفظ او مراقبت،SPG-9 ،M24 ،M2، هاوان او سرحدي پياده کورسونو له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو او عملي تطبیقاتو څخه وروسته تیره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د عملي تطبیقاتو او فراغت په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ضد استخباراتو رئیس مولوي نقیب الله"جمال"، د توپچي ریاست رئیس مولوي محمد یعقوب"منصور اکه" د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو د عملي تطبیقاتو تر ارزونې وروسته یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وويل: «توپچي ځواکونه د پوځ د ملا د تیر حیثیت لري، هغه اردو چې مسلکي او پياوړي توپچي ځواکونه لري د جګړې د ډګر ګټونکي بلل کیږي؛ هڅه وکړئ چې په ياده برخه کې د عصرې تکنالوژۍ او وسایلو کارول هم زده کړئ».

ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د ترلاسه شوو مسلکي زده کړو او قوي ایماني جذبې پر مټ به د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په میړانه دفاع کوي.