د جلب او جذب له سیمه ایزو مرکزونو څخه د جلب او جذب عمومي قوماندانی کې د ۳۰۰ تنو داوطلبانو نوم ليکنه ترسره شوه
د تخار، بغلان او پنجشیر ولایتونو د جلب او جذب له مرکزونو ۳۰۰ تنه داوطلبان، چې د خپلو اسنادونو د طی مراحلو په پار، د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ ته لیږدول شوي و؛ د بایومتریک، روغتیایي معایناتو او بانکي حسابونو جوړولو په برخو کې یې کارونه بشپړ او د ملي اسلامي اردو د راجستر شمېرې ورته ووېشل شوې.
د یادولو ده؛ چې په تخار او بغلان ولایتونو کې د ځوانانو د جلب او جذب لړۍ لا هم روانه ده.