د وسلوال پوځ لوی درستیز د قول اردوګانو او قطعاتو له قوماندانو سره د ( VTC ) ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې

s.mohmand

نن ورځ د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" او یو شمېر نورو مسؤلینو د ملي دفاع وزارت په مقر کې د مرکزي او سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو له قوماندانو سره د ( VTC) ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړي‌.

په دغه ویډیویي کنفرانس کې د هرې قطعې مسؤل پخپل وار سره د خپلې قطعې اړوند راپور او راتلونکی پلان یې له رهبرۍ سره شریک کړ؛ د وسلوال پوځ لوی درستیز هم  قوماندانانو ته د خپلو پلانونو د عملي کولو په برخو کې د ښې همکاری کولو ډاډ ورکړ.