د ٢۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

s.mohmand

د ٢۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ اړوند د نظامي ښوونیز مرکز څخه ۶۰۰ تنه ځوان منسوبين د معسکر د درې میاشتنیو نظامي او مسلکي زده کړو له اتمې دورې څخه نن د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي"، د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله "محمد آکا" د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين"منصور" د کندوز او تخار ولايتونو واليانو او ګڼ شمېر ملکي او نظامي مسؤلینو او منسؤبینو ګډون درلود.

ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي" په خپله وینا کې د مجاهدینو د کوښښونو ستاینه وکړه او زياته يې کړه: « دفاعي ځواکونه د هېواد د سرحداتو او امنيت د ټينګښت لپاره د ملا د تیر حیثیت لري ترڅو چې مو دفاعي ځواکونه په پوره ډول د نظامي او مسلکي زده کړو برخمن وي هېواد او ځمکنۍ بشپړتيا به مو په امن او ثبات کې وي».