د ۲۲۱ شهیدآفتاب(رح) فرقې له ښوونیز مرکز څخه (۳۵۰)تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢٢١ شهید آفتاب فرقې له ښونیز مرکز څخه ۳۵۰تنه ځوان منسوبین له درې میاشتینيو نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې، چې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" د ۲۲۱ شهیدآفتاب رح د فرقې مرستیال مولوي عبدالله "سعد" او ګڼ شمېر مسؤلینو پکې ګډون کړی وو فارغ شول.
د ۲۲۱ شهید افتاب (رح) فرقې مرستیال مولوي عبدالله "سعد" پخپله وینا کې وویل:« د خپلو وړتیاوو څخه په سمه توګه استفاده وکړئ، د اسلامي نظام د دښمنانو په ځپلو کې ستاسو ګړنې د ستایلو دي»؛ همداراز د معسکر استادانو د کړنو او فعالیتونو څخه یې هم په ځانګړي توګه مننه وکړه.
په پای کې د فارغانو له لوري خپل پوځي، تکتیکي، سپورتي او نظامي نمايشات وړاندې شول او غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.