د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډوه زده کړو قوماندانۍ د ۱۳۰۰ تنه فارغانو په فراغت غونډه کې د تعلیماتو او پرسونل معین ګډون وکړ

web_admin

د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډوه زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۳۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې نیم میاشتي پوځي، فکري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معین حافظ عبدالمجید، د معینیت مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي"، د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني"، د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر رئیسانو، مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

تعلیماتو او پرسونل معین حافظ عبدالمجید فارغانو ته پخپلو خبرو کې وویل: «خپل اعداد ته متوجې شئ موږ او تاسو تر خپل وس پورې مکلف یو چې د دښمن په مقابل کې وسلې جوړې کړو، هیڅ غفلت ونکړو او د دوښمن پروړاندې له بېلابیلو تکتیکونو څخه کار واخلئ او تل بیدار و اوسئ».

د یادونې وړده چې په فارغ شویو ځواکونو کې ۳۳۵ تنه ځوانان د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه په فوق العاده توګه د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي وو، هم د فراغت سندونه ترلاسه کړل او د هېواد د خدمت لپاره چمتو شول.

په پای کې فارغ شویو ځواکونو د تحلیف مراسمو ترڅنګ خپل پوځي نمایشات په عالي نظم تر سره کړل او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدله.