د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف رئیس د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف رئیس مولوي سیدآغا "ابومقبول عاکف"  او ورسره مل پلاوي د ۲۱۵عزم قول اردو، د یادې قول اردو له لومړۍ پلې لواء چې په لښکر ګاه کې موقیعت لري او اوومي سرحدي لواء څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د عقيدتي، فرهنګي او امربالمعروف رئيس د قول‌اردو له مسؤلینو او یو شمیر منسؤبینو سره وکتل په عقیدتي او فرهنګي برخو کې یې دي دوی شته ستونزې واوريدې او هغوی ته یې د اصلاحي او عقيدوي وينا تر څنګ لازمې سپارښتنې هم وکړې.

مولوي "ابومقبول عاکف" له مسؤلينو او منسؤبینو سره په خبرو کې وویل:«چې بايد د شته اسلامي نظام شکرانه ادا کړو، د خپلو امراوو اطاعت وکړو ځکه اطاعت د یو منظم او بریالي نظام لپاره ضروري دی،  همداراز د اسلامي نظام د مشرانو اطاعت د ایمان او تقوا نښه هم ده؛ اعداد د الله تعالی امر دی، او پرتاسو لازمه ده چې په خپلو تمریناتو کې هیڅ کله غفلت ونه کړی تل د دین او وطن د دښمن پر وړاندې چمتو اوسئ او دي هغوی په تبليغاتو باندې مه تيروزی».