د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه حربي ښوونځۍ څخه ۱۶۹ تنه متعلمین فارغ شول

web_admin

د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه حربي ښوونځۍ له (۸۶) دورې څخه (۱۶۹) تنه متعلمین له درې کلونو مسلکي او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي"، د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني"، د حربي ښوونځۍ قوماندان مفتي محمد اسلم "حقاني" او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي" متعلیمینو ته پخپلو خبرو کې وویل:« شخصي تعصبات له منځه یوسئ، هرڅه د الله ج د رضاء لپاره وکړئ، پخپلو مسلکي زده کړو کې کوشش وکړئ، ترڅو د اسلام او هیوادوالو د خدمت مصدر وګرځئ».

د یادونې وړ ده چې یاد متعلمین به د کانکور ازموینې له لارې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون بېلابیلو پوهنځیو ته د نورو مسلکي زده کړو لپاره جذب شي، په پای کې یادو فارغانو خپل پوځي نمایشات د مسؤلینو په حضور کې وړاندې کړل او غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدله.