د ستردرستیز عقیدتي، فرهنگي او امر بالمعروف چارو رئیس په ۲۰۷ الفاروق قول‌ اردوی کې: « له خلکو سره ښه چلند وکړئ او د دښمن د تبلیغاتو په وړاندې هوښیار اوسئ»

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتی، فرهنگی او امر بالمعروف چارو رئیس، مولوي سیدآغا "ابومقبول عاکف" او ور سره مل پلاوي په داسې حال کې چې د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو  لومړی پلې لوا او تعليمي مرکز څخه يې  لیدنه کوله، د یادې قول اردو قوماندان مولوي نصرالله "مطیع" مسؤلینو او منسوبینو په حضور کې د قرآن کریم او نبوي احاديثو  له نصوصو څخه په اسلامي نظام کې د اطاعت اهمیت، د دښمن د تبلیغاتو په وړاندې د مقاومت لارې چارې، او د دندې پر مهال له خلکو سره د ښه اخلاقو او نیک چلند په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: « یو اسلامي نظامي عسکر باید په تقوا ښایسته او د خپلو امراوو په اطاعت مکلف وي، له خلکو سره ښې اړیکې لري او د خپلې دندې پر مهال د ښو اخلاقو څخه کار اخلي».

همدارنګه د ستردرستیز عقیدتي، فرهنگي او امر بالمعروف رئیس د ملي اسلامي اردو منسوبین د دښمنانو د تبلیغاتو په وړاندې هوښیارۍ ته را وبلل او هغوی ته یې د پاملرنې او دقت په اهمیت ټینګار وکړ.