د بلخ ولایت شولګری ولسوالۍ له سیلاب ځپلو سره بېړنۍ او د اړتيا وړ مرسته وشوه

s.mohmand

د ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبینو د بلخ شولګری ولسوالۍ له سیلاب ځپلو لسګونو کورنیو سره  د اړتيا وړ خوراکي توکو، کمپلو او خېمو مرسته وکړه. 

دغه مرسته د یادې قول اردو د اپراسیون مدیریت او د اضطرار آمریت په همغږۍ د سېلاب ځپلو سره په داسې حال کې ترسره کېږي چې سېلابونو د یادې ولسوالۍ اړوند سلګونه کورونه ویجاړ کړي او خلک يې خپلو کورونو پرېښودو ته اړکړي؛ ورته مهال د يادي قول اردو د دريمې لواء لومړي کنډک منسوبینو په سیمه کې میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سېلاب ځپلو د ځان او مال په ساتنه کې د اړتيا وړ مرسته کړې او د سېلابونو څخه يې ژغورلي دي.