د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۰ تنه ځوان منسؤبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د شفرمحرم، مخابرې او بلوک مشرانو له کورسونو څخه د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو (۷۰) تنه منسؤبین او بریدملان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله (مدني) د بلخ ولایت جهادي مدرسې مهتمم شیخ القران والحدیث مولوي فیض الله، ګڼ شمیر مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو. 

د بلخ ولایت جهادي مدرسې مهتمم په یادو مراسمو کې فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: "له دښمن سره د مقابلې لپاره څومره مو چې توان وي پوځي زده کړې ترلاسه کړئ ځکه دا یو فرض عمل او د الله ج امر دی، یادې زده کړې تکرار کړئ چې هیرې مو نشي، همداراز له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړئ ځکه تاسو د اسلامي نظام استازي یاست".  

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.