د حضرت اسامه بن زید ځوانو افسرانو اکاډمۍ څخه ١٣٢ تنه ځوان منسؤبين فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو(١٣٢) تنه ځوان منسؤبين د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت اسامه بن زید ځوانو افسرانو اکاډمۍ د دوهمې دورې شپږ میاشتنیو نظامي او مسلکي زده کړو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په غونډه کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو پرسونل معينيت مرستیال مولوي بازمحمد(حمیدي)، د ملي دفاع وزارت د ښوونې روزنې د کتورین رئیس مولوي داد محمد (محمدي)، د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم( حذیفه) او ګڼ شمېر مسئولینو ګډون کړی وو.
مسئولینو نویو فارغانو ته اصلاحي او هر اړخیزه ویناوې وکړې؛ او زیاته یې کړه چې دا اسلامي نظام د الله تعالی له لوری یو لوی نعمت دی، په خپل حکومت او منصب باندې مغروره نشئ هر وخت خپله علاقه له الله تعالی سره وساتئ.
ورته مهال نویو فارغانو مسئولینو ته ډاډ ورکړ چې خپل اسلامي نظام او خاورې ته به هر وخت او هر قسم حالاتو کې خدمت کوي او هېڅکله به له قربانۍ څخه ځانونه درېغ نه کړي، غونډه نویو فارغانو ته د بری ليکونو په ورکولوسره پای ته ورسېده.