د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه د یاد وزارت د لومړي مرستیال له لوري پرانیستل شوه

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۲۰:۳۵
د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه د یاد وزارت د لومړي مرستیال له لوري پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت اړوندو د حمایې او امنیت د ټینګښت لواء د مسؤلینو په هڅو سره د یاد وزارت شمالي دروازه (خالد قرول) چې په نوې بڼه جوړه شوې وه نن د یاد وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" په مشرۍ د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي"، د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" او ګڼ شمېر رئیسانو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي" دغه کار یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او د حمایې او امنیت لواء د کارونو ستاینه یې وکړه او د لا ښه امنیت او بیت المال په ساتنه کې یې مجاهدینو ته لازمې توصیې وکړې او زیاته یې کړه: چې د هیواد په ساتنه او امنیت کې موږ پخپلو ژمنو ولاړ یو او پخپل وخت به یې عملي کوو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته