د ملي اسلامي اردو په لیکو کې د پنجشېر، بغلان او کابل ولایتونو څخه د ۳۱۵ تنو داوطلبانو جذب
د پنجشېر، بغلان او کابل ولايتونو له ولسواليو څخه ۳۱۵ تنه په شرايطو برابر ځوانان د ساحوي جلب او جذب مرکزونو له لارې د ملي اسلامي اردو ليکو سره د يو ځای کېدو لپاره د نوم ليکنې او د اسنادې پړاوونو د تر سره کولو وروسته جلب او جذب عمومي قومندانۍ ته وليږدول شول.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د پنجشېر ولايت له بیلابیلو ولسواليو څخه ۳۵۰ تنه ځوانان د جلب او جذب عمومي قومندانۍ له لارې ملي اسلامي اردو ته جذب او د عقيدتي، نظامي او مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو ته د خدمت په موخه معرفي شوي.