مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې لومړۍ نیټه

s.mohmand

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۴۸ ترهګرو  وژل کیدل

کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۸ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۷۹ ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۲۸ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۴۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او  ۲۱ تنه ترهګر ټپیان  شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، لوګر، غزني، کندهار، زابل، ارزګان،  بادغیس، بلخ، بغلان، کندز او هلمند  په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د غزني ولایت د اندړو او غزني ولسوالیو کې د طالبانو د ۶ تنو ترهګرو په ګډون ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي، او د مهماتو نه ډک ۲ موټر له منځه وړل شوي، د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي، د زابل ولایت د میزان او شاه جوي  ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ترهګر ټپیان او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي .

همدارنګه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۳ تنه ازبکستانی ترهګر وژل شوي، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګرل وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زیرمه له منځه وړل شوې، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي  او ۲ تنه ټپیان او د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاونې وړ ده چې په دغو نښتو کې ۳ تنه د ملي اردو زړور سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.