په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې سلګونه میله سپکې او درنې وسلې ترمیم او فعاله شوې

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند درېیمې پلې محمدي لواء تخنیکي انجینرانو په غزني ولایت کې د تېر یو کال په اوږدو کې ۵۰۳ میله سپکه او درنه وسله چې د تېرې ادارې پرمهال تخریب شوې وه ترمیم او فعاله شوه.
  
په ترمیم شویو اسلحو کې ۴۳۹ میله(M16) ، ۲۹ قبضې برېټاتفنګچې، ۶ قبضې والټر تفنګچې، ۲۶میله کلاشینکوف، ۴میله روسي پیکا، ۲میله امریکایي پیکا، ۳میله روسۍ دهشکې شاملې دي.