د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره د ملي دفاع وزارت له لوري دولس عراده انترنیشنل موتر خوراکي مرسته وشوه
په بغلان ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله له سېلاب ځپلو هیوادوالو سره د ملي دفاع وزارت له لوري دولس عراده انترنیشنل موتر خوراکي مرسته وشوه.
دغه مرستې د ۲۱۷ عمري قول اردو د مسؤلینو له لوري چې پکې خوارکي توکي، خيمې فرشونه او کمپلې شاملې وې هلته ورسول شوې او په سېلاب ځپلو هېوادوالو ووېشل شوې.