د ملي دفاع وزارت رهبري د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو رسولو لارښونه وکړه
د هېواد په شمال ختیځ زون او په ځانګړې توګه د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو سره چې په پایله کې یې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي، د مرستې او سملاسي حل په موخه؛ د ملي دفاع وزارت رهبري د ۲۱۷ عمري قول اردو د ملي اسلامي اردو ټولو افسرانو د انجنیرۍ لوا، هوايي ځواکونو ته امر کړی چې له ټولو شته امکاناتو سره د دغې پېښې له قربانیانو سره له هر ډول مرستې کولو څخه دریغ ونکړي.
په داسې حال کې د هېواد هوايي ځواکونو د هوا په ښه کېدو سره نن سهار په يادو شويو سيمو کې تصفيوي عمليات پيل کړي او تر سلو زيات ټپيان يې د ٢١٧ عمري قول اردو روغتون ته لېږدولي دي.
او همدا راز د ملي دفاع وزارت د بېړنی حالت په اعلان کولو سره، له مستحقو کسانو سره یې د خوراکي توکو، مصالحو او اولیه مرستو د وېش بهیر هم پیل کړی دی.
د هېواد د ملي اسلامي اردو منسوبین د خپلو خلکو او ولس د خدمت لپاره په کلک هوډ سره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.
د ملي دفاع وزارت رهبري د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د الله ج له دربار څخه د فردوس جنت او کورنیو ته د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتونکي دي.