د حضرت عبدالله بن مسعور رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو په قوماندانۍ کې ۵۸۶ عرادې پوځي وسایط ترمیم شول
د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو په قوماندانۍ کې په تیرو څو میاشتو کې ۵۸۶ عرادې بیلابیل ډول پوځي وسایط چې یو شمېر یې د تیرې ادارې په وخت کې عارضه داره شوي وو، ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې ۳۵۹ عرادې رنجر، ۶۰ عراده هاموې ټانګونه، ۶۰ عرادې انټرنیشنل موټر او یو شمېر کاسټر، فورکليفت، کرين او موټرسايکلونه شامل دي.