د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍڅخه ۵۹ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۵۹ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ځانګړو وړتیاوو ښوونځۍ له دوه میاشتنیو  زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د اطاعت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته يې کړه: چې د مشرانو او اوامرو اطاعت وکړئ، ځکه الله ج پرې مکلف کړي یو؛ د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړئ دا نظام د الله ج یو امانت دی چې مونږ او تاسو ته را سپارل شوی ده.

ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه پوره چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.