د حضرت ابودجانه بن خرشه “رض” د حرب اکاډمۍ څخه ٧٠ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ٧٠ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابوعبیده بن جراح “رض” ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه “رض” د حرب اکاډمۍ د اوپراتيفي دیپارتمنت لومړی دورې ٦ میاشتنيو مسلکي او نظامي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په غونډه کې د ياد پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم (حذیفه) د پوهنتون مرستیال او ګڼ شمېر مجاهدینو او مسئولینو ګډون درلود او په خپلو خبرو کې یې فارغان خپلو مسؤلیتونو ته د متوجې کېدو ترڅنګ د اسلامي نظام شکرانې، د خپلو امراوو اطاعت او امانتداری په هکله لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه دغو فارغانو د خپلو امیرانو په اطاعت کولو وعده وکړه او د اسلامي نظام او هیوادوالو څخه به د هر ډول کوشش دریغ ونه کړی.